څلوريزه
که سرداري غواړې د هر چا وړونی شه
Khushal Khan Khattakکه سرداري غواړې د هر چا وړونی شه
پرده پوشي کوه لکه پړونی شه
که بد گفتار دی، که بد کردار دی
چې عذر خواه شي اواره کړونی شه
څلوريزه
که سرداري غواړې د هر چا وړونی شه
پرده پوشي کوه لکه پړونی شه
که بد گفتار دی، که بد کردار دی
چې عذر خواه شي اواره کړونی شه