غزل

که سړی په مصلحت کې لر بر نه شي

Khushal Khan Khattak

که سړی په مصلحت کې لر بر نه شي

زه ضامن چې دده کار به ابتر نه شي

و هغه ته سړی مه وايه چې پوچ وي

آراسته چې سر تر پايه هنر نه شي

که هر څو مشکل کارونه درته پېښ شي

فکر مه کړه چې آسان په په زر نه شي

ما چې وليده خو زر دي په دنيا کې

خو سړی دې يې په مينه کافر نه شي

زويه، يار که لاف کوي باوري نه دي

څو په ډېرو حادثو دې باور نه شي

بخت چې ښه سره باور شي هاله ښه شي

د سفله دې په لحظه کې باور نه شي

د رستم د مېړنتوب خبرې اورم

ولې څوک به بې لښکر ه صفدر نه شي

چې دمرد، د نامرد شناخت ور څخه نه وي

بد صاحب څخه دې هيڅوک نوکر نه شي

دخوشال خبرې واړه نصيحت دي

مگر خر وي چې په زړه يې اثر نه شي