نظم
که شهوت په امساک بند کړې
Khushal Khan Khattakکه شهوت په امساک بند کړې
په سوزاک به شې بيمار
تل شوده پۍ د وزو څښه
يا د غوا څښه په نهار
ور سره ميده لونگ کړه
د شودو پيو ښه څار
مه معجون خوره مه څه نور څه
د ځان مه غواړه ازار
تل تريد خوره د ښو پسونو
ور سره څه خوره اچار
دوپيازه د چرگو هم خوره
نور به څه وايم بسيار