غزل که تر ستوني دېشي گوټ له جام خاص Rahman Baba Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 که تر ستوني دېشي گوټ له جام خاص هغه دم به شې د غم له شېبو خلاص 02 تل په سپينه جامه ټکي بد ليده شي ته دا عامې چارې مه کړه خاص الخاص 03 که دې وږی نهنگ ځان ته يو لقمه کړي زر به راوړې په تحقيق سره غواص 04 په لباس به دې اسان په صورت گران شي مشکلات به دې اسان شي له اخلاص 05 که نغمه دمحبت په غوږو واورې په فلک به شې زهره غوندې رقاص 06 معنوي صورت پيدا کړه که مېړه يې فايده څه ده د بوتانو له اشخاص 07 د بل څيز په خاصيت به هغه گوري چې خبر نه وي دمينې له خواص 08 چې پارچه ورځنې رخت دمينې نه که فهم دار اوسه رحمانه له رصاص Dictionary meaning × Headword