غزل
که تر ستوني دېشي گوټ له جام خاص
رحمان باباکه تر ستوني دېشي گوټ له جام خاص
هغه دم به شې د غم له شېبو خلاص
تل په سپينه جامه ټکي بد ليده شي
ته دا عامې چارې مه کړه خاص الخاص
که دې وږی نهنگ ځان ته يو لقمه کړي
زر به راوړې په تحقيق سره غواص
په لباس به دې اسان په صورت گران شي
مشکلات به دې اسان شي له اخلاص
که نغمه دمحبت په غوږو واورې
په فلک به شې زهره غوندې رقاص
معنوي صورت پيدا کړه که مېړه يې
فايده څه ده د بوتانو له اشخاص
د بل څيز په خاصيت به هغه گوري
چې خبر نه وي دمينې له خواص
چې پارچه ورځنې رخت دمينې نه که
فهم دار اوسه رحمانه له رصاص