غزل

که هر څو په هوا پر ونه وهي چتي

Khushal Khan Khattak

که هر څو په هوا پر ونه وهي چتي

بيا يې زړه وي په ډکي د ونې نښتی

شا زلمی تورې نېزې خوري، ترددکا

په برېښنا د تورې تښتي تيز ارتی

سترگو اور اور کی ويني چې برېښي

نوې مياشت په سترگو نه ويني سترگ تتی

ناسوني عالم په څو په دنيا ښه دی

هلک تل دمور په تي پورې وي نښتی

دی دخپلې گوتې غم کاندي، که نه وي

په شگون کې عالم ښه گڼي شپږ گوتی

په هر ښکار به بې خطا چورب الوځي

ما خپل باز دی په پهر و پهرو پرانتی

که يې بل ه بد بوييه سپېږمې نيسې

د خپل بوی په بد بويي خوښ وي خسا کتی

څوک به څه لره خوشال ته نصيحت کا

عاشق نه دی نصيحت د هيچا نغوتی