غزل
که هر تار يې دکوڅۍ مښک تاتار دی
Khushal Khan Khattakکه هر تار يې دکوڅۍ مښک تاتار دی
دکوڅۍ تر تار يې ښه د زلفو تار دی
هغه ځای چې مې د زلفو بازار جوړ شي
هغه ځای بې د ماڼيو تش بازار دی
چې لذت د تورو زلفو را تر زړه شي
د ماڼيو زيست روزگار کله په کار دی
دا خبره څه عجب ده چا ويلې
چې د تورو زلفو بد سوی ناتار دی
چې د تورو زلفو خيال ور څخه نشته
تورې خاورې يې په سر، عمر يې خوار دی
که همه دنيا پرې وښندې هم هيڅ ده
هغه کس چېمې دزلفو خريدار دی
خوار خوشال چې ډېر صفت کاندي د زلفو
په قيمت د تورو زلفو خبردار دی