غزل

که هوښيار دي، که نادان، که ساد که غله

Khushal Khan Khattak

که هوښيار دي، که نادان، که ساد که غله

هيڅوک نه وينم دخپلې لار مله

يو په غم، شريک يا رنه وينم په ملک کې

خلک تشې تسلې کاندي په خوله

د مېږيو غوندې يون دی و دانو ته

چې وما وته عالم کا تله راتله

چې اميد د مېږي نه وي و دانو ته

و هغه لوري ته نه کاندي هيڅ تله

خپل ويشتلی غرڅه مه پرېږده خوشاله!

ځای په ځای يې وينې تويې دي په پله