غزل
که هزار ځله هنر کا هيلې بيلې
Khushal Khan Khattakکه هزار ځله هنر کا هيلې بيلې
څوک به له کا د ازل چاري تبديلې
د ازل حکم په مثل د هاتي دی
د سړي فکر مثال پړی د ډيلې
د حيات اوبه سکندر په هيلو غوښتې
خضر بياموندې، عبث شوې دده هيلې
يوه څرنگه خونرېزه لار د عشق ده
په کې ډېرې قافلې شولې قتيلې
عشق يو هسې يو دېرشم توری راز ده کړ
چې په دېرش توري څکوم د قلم کيلې
عاشقانو ته اندک د دنيا مال دی
تر همت پورې کثيرې دي قليلې
دا دلبرې چې په دا کشور کې نن دي
په کشمير کې به يې نه مومې عديلې
هغه ترکه چې ځان جوړ کا را ښکاره شي
تر جمال يې حورې هم نه دي جميلې
په ارمان ارمان مې ځان راغی په شونډو
تا د شونډو دارونه راکړه بخيلې
بيا هاله د محبت په کوڅه پل ږده
که دې وينې لکه ماء کړلې سبيلې
خپل پردي به دې هيڅوک سيله ونه کا
ای خوشاله که دې بخت نه شي په سيلې