غزل
که يو ځل دې د وصاله بهره مند کا
Khushal Khan Khattakکه يو ځل دې د وصاله بهره مند کا
په هر دود به دې خرم خوشال خورسند کا
په زمان به دې پيوند له هر چا پرې کا
که محبوبه دې دځان سره پيوند کا
نوې مياشت به دې په مخ گوري و گړي
که په مخ باندې دې جوړ سم د سمند کا
زه به ځان لکه بتنگ ترې صدقه کړم
که له ورايه د ديدن مشعل څرگند کا
مبتلا خاطر مې مري د يار له لاسه
بياله مينې هم د يار په سر سوگند کا
چې له سوزه، له گدازه يې حذر شي
زمانه به يې گلاب، نه به يې قند کا
د هر چا قدر قيمت په خپل هنر وي
د گني قدر څرگند د گني خوند کا
چې د عشق د لېونيو په حلقه شي
کله وي چې هغه غوږ د چا په پند کا
د جاهل سره گلگشت لکه دوزخ دی
له دانا سره راضي يم که مې بند کا
که د خپلو سپيو نوم ورباندې کېږدي
خوار خوشال به په عالم کې سربلند کا