نظم

که يې کښېنوې په باغ کې

Khushal Khan Khattak

که يې کښېنوې په باغ کې

مرد به ونه کا آرام

څو پوره په غليم نه کا

هره چار د انتقام

فراغت کا خبر نه دي

نامردان په ننگ ونام

بهرام وته وگوره

درست بنده دی دخپل کام