غزل

که زما مينه په تا ده خطا نه ده

Rahman Baba

که زما مينه په تا ده خطا نه ده

که بې تا ده ناروا ده روا نه ده

څوک چې بې د ستا له مخه بل مخ گوري

آيينه يې ناصفا ده صفا نه ده

هر عاشق چې په خپل يار پسې ژړا کا

دا ژړا واړه خندا ده ژړا نه ده

د دنيا په تماشا چې څوک نازېږي

خو هم نن يې تماشا ده سبا نه ده

که ته سل ځله له ما سره جفا کړې

ستا جفا واړه وفا ده جفا نه ده

هغه تېر شو چې مې مينه په غلا غلا کړه

اوس په درست جهان رسوا ده په غلا نه ده

معشوقه که دخپل سر په بها مومي

و رحمان وته ويړيا ده بها نه ده