نظم
که زما ژبه پښتو ده
Khushal Khan Khattakکه زما ژبه پښتو ده
په پښتو وايم خبرې
يوپښتون رانه ښکارېږي
چې پرېوه شي نژدې لري
په خوږوالي کې يې فرق دی
ښې تر گوړو دي شکرې
گبينه لري مچۍ
ډبنکۍ لري بنبرې (م-ن)؟
له يوه دريابه خېژي
مرغچيچيې مرغلرې
تفاوت يې تر منځ ډېر دی
په قيمت دي سره لېرې