نظم
کدو مې د چينار په ونه وخوت
Khushal Khan Khattakکدو مې د چينار په ونه وخوت
و چينار ته يې آغاز کړ دا مقال
چې ته د څو کالونو يې چيناره
راته ووايه خپل عمر خپل احوال
چينار ووی د دوه سو کالو زه يم
په حساب کې گوندې کم وي يو نيم کال
کدو ووی های خو ته په مدت لوی شوې
دا يم زه درسره سم شوم دم در حال
چينار ووی چې وخت سخت د څلې راشي
زه او ته به سره زده کړو هاله حال