غزل کل قربان شه تر جمال د ښو يارانو Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 کل قربان شه تر جمال د ښو يارانو ورځارېږه تر مقال د ښو يارانو 02 دا صورت مې څه ژوندی په اروا نه دی تل ژوندی دی په وصال د ښو يارانو 03 په خاطر کې مې بل حب، محبت نشته په کې ځای دی د زړه خيال د ښو يارانو 04 په جهان کې د هر څه مثال مونده شي ولې مه غواړه مثال د ښو يارانو 05 په هر زيان ، زوال راضي يم په دنيا کې خو دې نه وي زيان زوال د ښو يارانو 06 مرگه! ستا علاج که شوای په هر څه وکړای چې قتلان کړې په هر کال د ښو يارانو 07 په جهان کې که څه دي، خو ښه ياران دي خبردار شه! په احوال د ښو يارانو 08 گوښي گوښي ځان او زړه لره راحت دي که يې گورې! خط و خال د ښو يارانو 09 د يارانو د يارۍ په لذت پوه دی چې ثنا کاندي خوشال د ښو يارانو Dictionary meaning × Headword