غزل
کله خپل بش د گل غوندې نما يې
Khushal Khan Khattakکله خپل بش د گل غوندې نما يې
کله کله د بلبل په ژبه وايې
چې په هر زمان په هر شکل جلوه کړې
عجايبه دلربايه خودنمايې
په يوه وېښته دې نه ارزي دوه کونه
په غايت لکه گوهر قيمت بها يې
د خپل درد دوا به زه له چا نه غواړم
چې هم ته محبوبه درد يې هم دوا يې
کله ناز، کله ښکنځل کړې، کله مهر
له خوشاله مروره که پخلا يې