نظم
کله مار وکا حمله په سمساره
Khushal Khan Khattakکله مار وکا حمله په سمساره
ترې پيدا شي مار بڅړی په انځاره
ولې نه يې ما مهره وي نه يې زهر
نه يې توان د لمر د باد، نه دواوره
چې د پلار نښان يې نه وي زوی د څه دی
لکه مار په سمساره جوهر سپاره
عشقه ته يې که څه نورعيب و علت دی
چې په مرد کړې رڼا ورځ توره تياره
لکه مار په زور په هر څه باندې سور شي
دخوشال غوندې هم شته ځينې سواره