غزل کله رند غوندې ملا واقف د راز دی Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 کله رند غوندې ملا واقف د راز دی د کتاب دمثالو زبان دراز دی 02 زه مريی د هغه چا يم ، ترې ځارېږم چې د زړه سره يې جوړ دخولې آواز دی 03 چې يې رو د خولې، د زړه سره يو نه وي که په هر نمانځه اودس کا هم بې نماز دی 04 وار په وار زما په زړه کا هسې چارې که دسترگو يې غمزې دي، که يې ناز دی 05 لا به ډېر گلونه وا شي په دا باغ کې د گلزار د غوړېدلو يې آغاز دی 06 څوک به نه وي چې به غاو روباندې نه کا دهر چا و ملامت ته عاشق ساز دی 07 ځان و تن سره مثال کړه دواړه توکه محبت که حقيقت دی،که مجاز دی 08 چې عزت ترې پيدا کېږي قناعت دی چې خواري ورځنې زېږي هغه آز دی 09 زه خوشال له خپله بخته دلگير نه يم چې زما ستوری ځايي دښمن گداز دی Dictionary meaning × Headword