نظم

کاڼي زر که سره وگوري يکرنگ دي

Khushal Khan Khattak

کاڼي زر که سره وگوري يکرنگ دي

فرق يې دادی چې په زرو زړه رغېږي

هغه زر تر کاڼي لوټې لا بتر دي

چې يې ومنډې په ځمکه نه خرڅېږي

هر زحمت چې په دارو سره ډېرېږي

د رنځور دې د دارو هم زېرمه کېږي