نظم

کسب و کار

Khushal Khan Khattak

هم واجب وي هم مباح وي

کسب کله نا صلاح وي

چې حلال کسب څوک کاندي

صد رحمت په هغو باندې

چې له خپله کسبه نه خوري

که ولي دی کله ښه خوري

واجب وخت کې د ضرور وي

کسب بويه چې دستور وي

چې عيال يې بېنوا شي

په وبال به مبتلا شي

څه په کسب چې حاصل کا

خپل عيال واړه خوشدل کا

دا تلاش يې که خبر وي

له جهاده برابر وي

په حلال کسب چې گرځي

ښکته پورته سره غورځي

چې هر پل په مځکه ږدينه

دی به بې مزده نه وينه

هره شپه چې څملي ستړی

په سبا پاڅي خوب وړي

چې له خواب رابيدار شي

د بخيلو سره شمار شي

چې حلال کسب نه کاندي

پرېشاني بويه پرې باندې

چې له کسبه يې حاصل وي

دا درې چارې به يې تل وي

له هر چا به طمع خواست کا

کس ناکس سره به ناست کا

مسرت به ځنې لاړ شي

برکت به ځنې لاړ شي

خوشامند به د هر چا کا

يا به خوار شي يا به غلا کا

د هغه کسب مباح وي

که صباح وي که رواح وي

چې يې قوت د ورځې وينه

عبادت دې دخدای کړينه

جن و انس چې په دنيا دي

عبادت لره پيدا دي