غزل ښه سر راست ټوپک دی چې نظر ځنې لر بر شي Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 ښه سر راست ټوپک دی چې نظر ځنې لر بر شي گوره چې گوزار د کم خطا په چېرته سر شي 02 ولې هسې نه وي چې ويښته چوي په عقل بيا چې درې څلور مصلحت و کاندي ښه چر شي 03 څوک چې موخه ولي، ليندي ډېر وبله کښېني کله په سپينکي د هلک غشی برابر شي 04 نورې لويۍ هيڅ دي د نسب که د نور څه دي ښه لويي هغه ده چې لويي يې په هنر شي 05 ډېر د سروريه دعوې کاندې په جهان کې يو سړی په زرو کې په بخت سره سرور شي 06 اس تر کتې لاندې شا په څو ځايه زخمي وي ځای دی د حيرت په راتبونو ساته خر شي 07 يو تروېتي نشته چې خپل حال ورته معلوم کړم کله به دما د بخت دستوري لا اثر شي 08 زور لرې، که عقل په دا دواړه مه نازېږه! بخت راوړه خوشاله! چې دې کار لکه سره زر شي Dictionary meaning × Headword