غزل
ښه هغه چې په ښه مخ باندې شيدا دی
Khushal Khan Khattakښه هغه چې په ښه مخ باندې شيدا دی
چې له عشق خبر نه شو، لا شی دا دی
لداده عاشقان ډېر دي په جهان کې
رسيده مگر خال خال چېرې پيدا دي
د مجنون به هيڅ خلل نه و په عشق کې
نوم يې ځکه په ملکونو هويدا دی
اور يې ولگي په خونه چې عاشق شي
کور يې خور لکه د قيس او دوامق شي
يوه زړه لره يوه مينه کافي ده
څوک چې ډېرې مينې کا دغم لايق شي
د مجنون له حاله څه وايم چې څه دی
په ژونديو کې به کوم تر ما فايق شي
ډېر عالم دمينې لاف وهي په ژبه
مرد هغه چې په دا لافو کې صادق شي
چې يې لار د خولې يوه، د زړه وي بله
يوه خدايه! مخ دې تور د منافق شي
د راحت په وخت هزار هزار ياران وي
د محنت په وخت کې يو يو موافق شي
د نيمگړيو طبيبانو ادراک نشته
د خوشال د رنځ علاج به په حاذق شي