څلوريزه

خاص به له عامه اختلاط کم کا

Khushal Khan Khattak

خاص به له عامه اختلاط کم کا

که کا بد کار کا په ځان ستم کا

پړانگ چې گيدړ سره چاروځي

خپل ځان پخپله له گيدړ سم کا