نظم

خټک چې په آس سور شي

Khushal Khan Khattak

خټک چې په آس سور شي

درسته وتړي په کونه

شمله د دستار پرېږدي

په تندي کې اوږده پلنه

سايه د شملې گوري

د خپل آس په ترپونه

جنجو ته کا ښکنځلې

په کولک کانيد پوښتنه

دعوا د خانۍ واخلي

په فساد کاندي جستنه

حسد بده بلا ده

د سړي په ورکونه

دهيچا څه ونه کا

حاصد شنه کا خپله ينه