نظم

خاتمه -شکر انه د کتاب څو بيته

Khushal Khan Khattak

شکر دا چې په آخر شه

دا کتاب مې تمام زر شه

په ژوره کې التيام شه

د اختر په ورځ تمام شه

چې تمام مې په خامه کړه

ما يې نوم فضل نامه کړه

ترجمه يې هم يو نوم دی

که يې بولې څوک موسوم دی

څو مې توان څو مې مجال و

دا مې حال دا مې مقال و

والسلام خبره تم شوه

که په بېش وه که په کم شوه

کار مدار په استعداد دی

يو شاگرد دويم استاد دی

دست بالا يې دست يادېږي

په خپل کار هر څوک ښادېږي

ما ته خپلې شړومبې ښې دي

که خوږې دي که تروې دي

ور دې نه يې شي دوه لاسه

نه تر خط نه تر قرطاسه

يو چې خام بېهوده خط کښې

بل که ښه کښي چې غلط کښي

د کاغذ مخ توروينه

خط چې خام بېهوده کښينه

خدای يې واخله که ښه خط کښي

که يې ځای په ځای غلط کښي

د خبرو پيوند کړونې

د جگر وينې خورې وينې

چې هر حرف سره پيوند کا

دجگر په وينو شخوند کا

په مثال لکه جولا دی

چې په خپل قماش اگاه دی

په شماره يې دي تارونه

زيات و کم يې دي غارونه

که يو تار يې زيات و کم شي

په وودني يې ساز غم شي

څوک د يبا او کمخواب اوبي

څوک شړ او خمتا اوبي

په اودل کا سر په څړيکي

پکې کا دزرو ليکي

تنستې ږدي د ململو

کښيدې کا په بخملو

چې مې حکم باندې رای کړ

ما دا هومره کار نمای کړ

که تر دا څوک ښه ووايي

مرگ يې مه وه تل دې پايي