غزل

خبر نه يم چې يې راوستم نه کومه

Rahman Baba

خبر نه يم چې يې راوستم نه کومه

بيا مې کومې خوا ته استوي چې درومه

لکه ړوند چې لاس د بل په اوږه کېږدي

هېڅ ژوره لوړه نه وي ورمعلومه

خدای راپېښه نرۍ لار کړه ناليدلې

لکه ورانه ماشوړه هسې سرگومه

خراب زړه مې تورو زلفو ته هوس کړ

ولې کښېوت د مرغه په څېر په لومه

هسې کوډې عاشقۍ راباندې وکړې

چې سنگين خاطر مې نرم شه تر مومه

چې يې هېڅ له خدايه ترس و وېره نه شي

الغياث دی د دلبرو له رسومه

کله راکاندي شراب د لعلو لبو

کله جام د زهرو راکاندي چې شومه

ته چې ځان طالب شمېرې دمطلوبانو

ای رحمانه ترو که سيال يې بيا يې مومه