غزل

خدايه! که زه تاته نژدې کېږم په افلاس

Khushal Khan Khattak

خدايه! که زه تاته نژدې کېږم په افلاس

زر مې کند په غاړه کړه، يو مات کچکول په لاس

ته که په دا خوښ يې چې خاوند دملک ومال وم

مال و ملک مې هومره کړې چې تېر وي تر قياس

هسې مال را مه کړه چې يې ځای وي ترزړه کښته

هسې اموال راکړه چې يې ځای د زړه د پاس

لاس مې همېش بر لره په واړو غليمانو

دوه مې غليمان دي يومې نفس، بل مې خناس

طمعه، که حسد وي، که حرص، که بد خويونه

واړه له ما پرېکړه د خپل فضل په الماس

توان د طاعت راکړه چې اخلاص ور سره مل وي

نه هغه طاعت چې شي په رسم، په لباس

يا باري، کريمه! د خوشال خټک دا خواست دی

نل دده په زړه کې لرې ټينگ د دين اساس