غزل
خېر نن که درته ما وکتل تا را وکتل
Khatir Afridiخېر نن که درته ما وکتل تا را وکتل
خو ګورم به دې بيا که دې سبا راوکتل
هم دغسې ګلونه وو چې مينه جوړېده
څه وشو پسرلی دی که اشنا راوکتل
دنيا راته راګوري د کتو نه ووتم
چې تاته مې کتلي دي هر چا راوکتل
په مخه باندې راغلي مخ دې څه له پټوه
کړو غم دې راته جوړ چې دې په شا راوکتل
دستي مې ورته وخندل هم دا مې وه ارمان
تا چې ای رقيبه په خندا راوکتل
يو دم مې زړه نری شولو همزولو خاندئ مه
خاطر چې غريو نيولی په ژړا راوکتل