غزل

خېر نن که درته ما وکتل تا را وکتل

خاطر افریدي

خېر نن که درته ما وکتل تا را وکتل

خو ګورم به دې بيا که دې سبا راوکتل

هم دغسې ګلونه وو چې مينه جوړېده

څه وشو پسرلی دی که اشنا راوکتل

دنيا راته راګوري د کتو نه ووتم

چې تاته مې کتلي دي هر چا راوکتل

په مخه باندې راغلي مخ دې څه له پټوه

کړو غم دې راته جوړ چې دې په شا راوکتل

دستي مې ورته وخندل هم دا مې وه ارمان

تا چې ای رقيبه په خندا راوکتل

يو دم مې زړه نری شولو همزولو خاندئ مه

خاطر چې غريو نيولی په ژړا راوکتل