څلوريزه

خلک چې بد شي بادشاه يې بد شي

Khushal Khan Khattak

خلک چې بد شي بادشاه يې بد شي

په هره چار کې حيران بخرد شي

خوبي په دور د عالمگير نشته

د چا به ولې له چا حسد شي