غزل خلق فراغت کا زه، تل ستا په غم نيولی Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 خلق فراغت کا زه، تل ستا په غم نيولی څه بده بلا يې زړه! ما نه وې پېژندلی 02 له کبره، ډېره خياله په څو سم وايې و چاته د کلي، دمحلت سره هم زيست کانا نمنځلی 03 له گوره نه به پاڅي رنگينه جامې اغوستي د حشر په ساعت به هم څرگند وي تا وژلی 04 چې سترگې په رنجو کړې ، برنده کښېنې خورې زلفې چې غټ به درته گوري يو يو مرد بويه بللی 05 هر گز به اورېدلی د ئيدلي مخی نه کړم خوبي د يوسف اورم، ستا جمال مې دی ليدلی 06 په ورځ د جدايۍ دې څوک څه مه وايي ومانه مرده وته هم کله نصيحت دی چا ويلی 07 که پس له مرگه زړه د خوشال وگورې په گور کې هر گز به د ښه مخ محبت نه وي ځنې تللی Dictionary meaning × Headword