غزل

خلقې سره ياري کا په دروغ

Khushal Khan Khattak

خلقې سره ياري کا په دروغ

وبه نه وينې دوه زړونه سره روغ

د شودو، پيو عوض يې وي په زړه کې

چې سفله و چاته ورکا چېرې دوغ

د هغو صحبت کېميا وي که يې مومې

چې يې بيا مومې په ناسته کې فروغ

ددې دور ياران واړه منافق دي

په خوله تا سره هو هو کا په زړه يوغ

په قيامت به يې په کوم عبادت پټ کا

په ازار دخپل پدر تړلی توغ

نور کارونه اوس په کار نه دي خوشاله!

يا وچا څه ورکوه يا الچوغ!