غزل

خلقې واړه د شاه دخولې په غم دي

Khushal Khan Khattak

خلقې واړه د شاه دخولې په غم دي

چې د شاهې خوله يې کښل کړه هغه کم دي

چې دشاه د زلفو خيال لري په زړه کې

هغه تل په زړه پرېشان په صورت خم دي

که په زړه باندې يې زر داغونه جوړ شي

چې ديار له داغه آه کا، هغه گرم دي

عشق يو څه عظيم بادشاه دی که يې گورې

چې گدايې له سلطانه مختشم دي

ته د عشق سورو ته سهل نظر مه کړه

چې بې زرو بې لښکرو لکه جم دي

دا د عشق د گدايانو هسې چار ده

چې د فقر په جامو کې محترم دي

د چندڼ د ونې ځکه بوی روان شو

هر چې ولې يې دعشق په اوبو نم دي

چې له عشقه خبر نه شول، خدای يې واخله

که ظاهر صورت بادشاه د کل عالم دي

د آتش لمبه کږو لره پيدا ده

په هغو د آتش څه غرض چې سم دي

که په زړه زخم لرې دارو طلب کړه

د خوشال ويل د خوږو زړو مرهم دي