نظم

خو چې خوله کا سره وازه

Khushal Khan Khattak

خو چې خوله کا سره وازه

حال دواړو شي څرگند

که جاهل د کوهستان دی

که د شهر دانشمند

په ويل کې يو پرېشان ځي

بل ويل کاندي بند بند

د جاهل ويل خوند نه کا

د دانا ويل کا خوند

د جاهل ويل سرکه دي

د دانا ويل دي قند

خاموشي ورلره سود ده

که جاهل مې مني پند