نظم

حپل حال

Khushal Khan Khattak

زيست روزگار به مې له خلکو سره نه شي

زه خوشال له واړه خلکه مرور يم

چې قانع د زمانې په خشک و تر يم

که مې پېژنې بادشاه د بحر و بر يم

نه مې تخت نه مې افسر نه مې سپاه شته

په تسخير د درست جهان ختلی نمر يم

په درون کې مې پراته دي ډېر گنجونه

په معنی کې لکه کان د سيم و زر يم

که مې لاس لکه درياب خالي ليده شي

د ټټر دننه ډک په دُر گوهر يم

د تالي په سود و زيان مې نظر نشته

سر تر پايه درست وجود واړه هنر يم

که مې حلق له تندې وچ شي په همت کې

پروادار کله به حوض د کوثر يم

لا يو شور راځنې لاړ نه وي بل راشي

مگر زه پيدا په ورځ د شور و شر يم

که لويې مې د اسمان سره سيالي کا

په پستۍ تر تورو خاورو نه بتر يم

په سپين والي که مې زړه تر واورې سپين دی

په توروالي د دوزخ د اور شرر يم

څوک مې پرې مه وځه د قهر ترکمر و

که په حکم په سکون لکه تور غر يم

و باطن وته مې گوره که دانا يې

په ظاهر صورت که هر څو محقر يم

دحاتم غوندې مې خېل و حشم نشته

په عطا که له حاتمه برابر يم

سخاوت مې په تقليد په رسم نه دی

زه له ځايه د سخي بابا پسر يم

نه دا يو عيب زما، نه ډېر هنره

چې بهرام زما پسر زه يې پدر يم

په وگړي مې خبرې دمردۍ شي

په همت کې په هر لوري نامور يم

د ياقوت د اوبو غم نشته له اوره

که دايم د زمانې په اور کږې در يم

خپل پردي سره ډېر حلم هم ښه نه دی

زه دا هسې درمانده په درگذر يم

څوک دې هيڅ گومان په ما د روغو نه کا

چې په ملک کې لېوني دي زه يې سر يم

لا پردی را سره بر گړندي وکا

زه د خپلو په سلام کله په چر يم

څوک دې لاپې د خپلوالي راته نه کا

چې په حال د نېک و بدو ښه خبر يم