غزل

خپل عمل چې سړی سپک کا

Khushal Khan Khattak

خپل عمل چې سړی سپک کا

لکه خس هسې يې ورک کا

بد عمل لېونی سپی دی

چې حملې په خپل کنډک کا

مگر نه گوري و ځان ته

چې احوال پېغور د پک کا

مزری ښکار کا دگاوزر

پيشو گرځي ښکار موږک کا

دا خبره ده چې کېږي

که کيسه يې د دوتک کا

چتی، باز په پرونه شو

که الوځي پر پرک کا

چې بيزو د بازيگر شو

نن څه ناسته په انډک کا

زما ژبه نه ده اور ده

گوزارونه د ټوپک کا

چې زما اختيار يې خوار کړ

خدای دې خوار هغه خټک کا

خوشال ناست په برمول دی

ارمانونه د اټک کا