غزل
خپل، پردي چې د شمشېر شول
Khushal Khan Khattakخپل، پردي چې د شمشېر شول
کشتني تر شماره تېر شول
توره ونغاړه خوشاله!
اوس به څو وژنې، چې ډېر شول
که صاحب و که ترسم و
خټک ډېر د دوی په څېر شول
هسې چارې کا ستا زويه
چې آتش، شاهي بېگ هېر شول
چې نظر وکړم خپل ځان ته
څو غمونه را چاپېر شول
دا پيري ده که طالع ده
چې گيدړ وو، راته شېر شول
هيڅ دم مه وهه خوشاله!
چې نبات درته گنډېر شول