غزل خپل عمل چې سړی سپک کا Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 خپل عمل چې سړی سپک کا لکه خس هسې يې ورک کا 02 بد عمل لېونی سپی دی چې حملې پخپل ګنډک کا 03 مګر نه ګوري و ځان ته چې احوال پېغور د پک کا 04 مزری ښکار کا د ګاوزو پيشو ګرځي ښکار موږک کا 05 دا خبره ده چې کيږي که کيسه يې د دوتک کا 06 چتی، باز په پرو نه شو که الوځي پرپرک کا 07 چې بيزو د بازيګر شو نن څه ناسته په انډک کا 08 زما ژبه نه ده اور ده ګوزارونه د ټوپک کا 09 خوشال ناست په برمول دی ارمانونه د اټک کا Dictionary meaning × Headword