نظم

خورې ورې مرغلرې

Khushal Khan Khattak

چې په وخت يې د بهار عشرت په می دی

بادشاهي يې مبارک شه لکه کی دی

په دا باغ کې ډېر گلونه شگفته شي

د لاله غوندې د چا په زړه کې کی دی

چې په کور کې يې جاروځي يوڅو ښکلي

د هغه په انگر هر کله پسرلی دی

مجنون غاو په عشق کې وکړ زه خاموش يم

که انصاف وي تر مجنون مې لا تېری دی

هغه هوډ هغه دماغ راپاتې نه شو

که زړه سوای راباندې کړې ځای د زړه سوای دی

خط دې ستا په مخ که پښې په مښک ککړې

د چنبې د گل په پاڼې ولاړ مېږی دی

يه يوسف باندې دا هومره غوغا نه وه

خريدار يې په لکونو، يو زلمی دی

خدايه ته چې ښايسته له دنيا بيايې

مگر ستا هورې د حورو څه کمی دی

دم، دعا، توري تعويذ ، ستانې رويونه

چې په هيڅ کې مونده نه شي هسې شی دی

دا خپل ځان مې چې پېشکش کړو وخپل يارته

و سلېمان ته د مېږي په لاس ملخی دی

همېشه دهغه سخه چې باندې وشي

تش نظر يې په معنی دهمای پی دی

سپينه خوله يې وما راکړه وې مې موړ شوم

وې يې خواره وږيه دا خو نميريځی دی

يار مې هسې رنگه ځای وکړ په سترگو

چې وهر لوري ته گورم واړه دی دی

که هر څو شېرين اشنا وي چې جدا شي

په هجران يې نور څه هيڅ نشته يو هی دی

حسن، ناز، مهر، نياز، فتنې، جنگونه

په دا څو نوکه دې کوم سړی مخی دی

شکر دا چې نه مې يو سر کړ نه بل سر

که په دوو سترگو مې ايښی يار تلی دی

که فرښتې دي که پېری دی غم يې نشته

چې يې غم لره پيدا کړ دا سړی دی

دغافل په سپينه ږيره غلط مه شه

دهلک غوندې يې لا په خوله کېتیدی

ما چې ستا دمريي والي لافه وکړه

داورنگ غوندې بادشاه زما مريی دی

دا لويي رالره بس ده په عالم کې

که دې ووې چې حيران عاشق مې سپی دی

د هغه ياري په نه ياری شمارلې

چې يې نن له تا خندا گانده ماڼی دی

يا دا درست خلک هوښيار زه لېونی يم

يا يو زه هوښيار دا خلک لېونی دی

واړه مينه ده پوهېږم چې يې زېړ کړم

عام عالم راته ويل کا ستا زېړی دی

که هر څو يې پوهوم پرې نه پوهېږي

زيست روزگار ور سره مه وشه څاروی دی

يوه ورځ به نوبهار راشي بلبلې

هومره ډېره اندوه هم کوه که دی دی

چې چادم وهلی نه شو و هغه ته

راشه گوره چې د چا باندې غورځی دی

زمانې دخلکو حال راته څرگند کړ

په يوه زمان دې خپل په بل پردی دی

که جزا سزا ورته کړې په ځان خاندي

چې له رايه دې بل رای کا که دې زوی دی

خو چې والوځي له ځالې منگول سره کا

په وهلو اموخته د باغ مرغی دی

مزری توب بويه دتورو په ميدان کې

په خالي ميدان هر يو گيدړ مزری دی

که د جنگ په کار کې ډېردي حکمتونه

چې د سر صرفه ونه کړي نور بری دی

هغه سرچې زېب ور کړی و افسر و

اوس يې گوره چې دکوم پالېز کودی دی

ځان د پت د پاره سېځي هندوگۍ

چې يې هومره همت نه وي نور سوپری دی

په طلب يې سرگشته په کليو گرځم

که يې خدای رالره راکا يو کالی دی

چې گونديې جنبې وشوې غم پيدا شو

هغه ځای د اورلمبې شي چې لوگی دی

جال مرغونه لره پټ په وښو يښی

په سوگند يې باور مه کړه تنولی دی

بند په بند يې نظر کړه خوند يې اخله

د دانا دخولې کلام لکه گنی دی

خاص وعام دې تمه کا بخره به مومي

لوی واده لويه خوړه لوی يې خونی دی

نه يم هيڅکله خالي له يوې مينې

ما خوشال چې پېژندلی کيڼ او ښی دی