نظم

خوشال خټک که زوړ شو

Khushal Khan Khattak

خوشال خټک که زوړ شو

عيب يې کوم دی گيدی خرو

د اسمان په دور نوړی

بوی د مښکو د عنبرو

چې ډېر کاله پرې تېر شي

بوی لا ښه شي د اگرو

چا پرې گوته يښي نه ده

دزوړوالي په گوهرو

په هر بازار چې ورشي

قدر نه ځي د سرو زرو