غزل خوار عاشق په خاصيت دی د سيماب Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 خوار عاشق په خاصيت دی د سيماب څو ونه مري ځنې نه ځي اضطراب 02 ولې هسې خپل عاشق په جفا وژنې نه ديت شته، نه قصاص شته، نه عذاب 03 ستا د سپيو سره گرځم ستا په کوی کې گوندې ما ورسره گډ کړې په حساب 04 خو خوښي دې د خپل ياره د دديدن مومم که په ويښه ميسر شي يا په خواب 05 دا چيستان د يار د شونډو راته حل شو اورېده شو يو ځای نقل هم شراب 06 چې په ډکه خوله دې ووی ياري نه کړم د بلا په خوله دې ورکړم زه خراب 07 په ملال ملال کاته عاشقان وژنې ستا په سترگو کې چړې دي د قصاب 08 ماته څه وايي چې وايه څوک دې وژني ته له خپلو سترگو غواړه دا ځواب 09 که دې زړه وي چې په زړه د خوشال گورم راشه وگوره په اور ايښی کباب Dictionary meaning × Headword