غزل
ښځه بويه هوسناکه، خنده رويه، مهرجنه
Khushal Khan Khattakښځه بويه هوسناکه، خنده رويه، مهرجنه
پاکيزه په زيست روزگار کې، په ښه بوی باندې مينه
د صحبت په رموز پوهه، زړه يې خلاص له مکره دروهه
کم خوراکه، خوش پوښاکه، همېشه ناسته دننه
په وصال د يار خوشاله، يار يې خوښ له قيل وقاله
چې له ياره نه جدا شي، هم غمجنه، هم خيرنه