غزل
لا به کله خپل مقام و دلبر ورکړم
Khushal Khan Khattakلا به کله خپل مقام و دلبر ورکړم
چې گټلی مال همه ورته ولور کړم
يو ويی د دلاسه راته پرې نه ږدي
ځان که هر څو خپل مين ته مرور کړم
هېچا نه وکړه زما د زړه ساتنه
هر سړی مې زړه دردمن کا چې زړه ورکړم
په درست کلي کې يو هسې دلبر نشته
چې خپل زړه دده په وصل بهره ورکړم
خبردار به شي عالم زما له درده
که د آه په اور ډډوزې پېښور کړم
ستا د خولې خبرې نورې، د زړه نورې
زه خوشال خټک يو هيښ يم پرې باور کړم