نظم
له بې ننگه پښتنو نه گيله
Khushal Khan Khattakخبر مه شې د فلک په ستمونه
په خاطر کې لرم څه رنگه غمونه
چې همېش به يې سرپروت زما په پښو و
اوس هغه زما په سر ږدي قدمونه
چې به تل زما کرم ته په اميد وو
باروي په ما منت په کرمونه
چې زما په ملهم روغ له رنځه پايي
هم هغه خاندي زما په ملهمونه
زه يې چا لره وهم قدر يې چا زده
په اور وسوځه دا تورې قلمونه
څه يوازې ننگ په ما راغلی نه دی
پښتانه ډېر دي په غرونه په سمونه
يا به واړه دمغولو درم پرېږدي
يا به زه هم په لاس واخلم درمونه
چې ښوروا خوري د مغولو واړه سپي دي
د سگانو په خوله څه اخلم نومونه
که خټک دی که بنگښ که ورکزی دی
وار په وار يې په کور وشه ماتمونه
يا مې خپل قهر ارمان تر هر چا وکښی
يا مې پرېښوی دا د ننگې شيمونه
له پرديو نه به څه لره ماڼه کړم
چې خپل هم را باندې باسي اړمونه
نا خلف زويه د چا کره لوی مه شه
چې و پلار وته گندی کا قسمونه
هسې زويه مې ونه ليدل په ډېر کې
چې په مخ کې يې د اورځي علمونه
چې شاعر په خپل غلط شعر خبر شي
پرې څکوي د غلطيې رقمونه
چې زما سره يې کا پورې حيران يم
خپل پردی فن او فنون سحر دمونه
گور به هم په ژړا سر کړم که يې وروړم
زه خوشال د زړه دا هومره المونه