نظم
له خپلو گناهونو توبه
Khushal Khan Khattakزه په خپلو گناهونو توبه گار يم
چې مې کړې دي په واړو شرمسار يم
په دا سپينه ږيره ما فضيحت مه کړه
که په توره ږيره هر څو بزه گار يم
اوس و ماته توان توفيق د طاعت راکړه
ستا و فضل او کرم ته اميدوار يم
ستا له لوريه همگي فضل و کرم دی
زه د خپلو خبردار په خپل کردار يم
نور عالم مې په کردار خبردار نه دی
زه په خپله خبردار په خپل کردار يم
په عمل به هسې گبر و جهود نه وي
لکه زه په خپل عمل کې خوار و زار يم
هندو هم په يخه شپه پاڅي خپل جپ کا
تر هندو نه د عمل په کار لا خوار يم
زړه په سلو فتنو ولاړ په سجده سر ږدم
همگي عمر دا هسې لمونځ گذار يم
نه ثواب د جماعت نه سود د نفل
د قضا نمونځونو هم لا تاوان دار يم
خلقې زما په فعل گور ته ولاړې
لا د نورو و وژو ته په تلوار يم
نفس و ماته حق نا حق کا ناحق حق کا
تل دده په فرموده پورې نا چار يم
راکې خوی خصلت د دوه اويا فرقو دی
په ظاهر دمومنانو په قطار يم
د هوا په دريابونو کې غوټې خورم
د حرص په حصارونو کې حصار يم
که په رسم په تقليد مسلماني شي
سخ زما مسلمانانو سره شمار يم
نفس شيطان راته په هره ساه په څو دی
تر وروستيې ساهې زه ځنې په ډار يم
حميده مې لکه زر ذميمه شگې
تورې خاورې مې په سر دي که زردار يم
اعتقاد يې د خاصانو وما راکړ
که زه هر څو په عمل کې خوار و زار يم
دکونينو پيدا کړونی لا شريک يې
په دا هومره اعتقاد کې استوار يم
که فرښتې که کتابونه د اسمان دي
په همه پيغمبرانو په اقرار يم
د قيامت په ورځ قايل يم بې گومانه
نېک و بد واړه له تا دي خبردار يم
پس له مرگه به ژوندون د خلايق وي
په دا واړو کې له شرکه نه بېزار يم
پيغامبر مې محمد د عبدالله دی
مينه دار يې په اصحاب په چهار يار يم
امامان يې د اولاد واړه بر حق دي
تر مهدي پورې د واړو خدمتگار يم
چې دښنه يې د اولاد او د اصحاب دي
په و کښنه يې د بېخ او د تبار يم
دمذهب څښتن څلور دي پينځه نه دي
حنيفي سُُني مذهب د دين په کار يم
د عذاب طاقت مې هيڅ نشته بخښه مې
و در گاه لره دې در غلم تيار يم
چې هم ډک له گناهونو هم مغرور وي
زه خوشال هغه بنده د خپل غفار يم