نظم

له خپلو زامنو بېزاري

Khushal Khan Khattak

چې مې وليده د خپلو زويو کار

زويه واړه د زړه رنځ دی د خپل پلار

خو چې وزېږي د پلار دځان بلا شي

په خدمت په ترتيب يې شي گرفتار

چې تندرست تر وتازه وي پرې خوښېږي

د زړه نول يې شي چې لږ کې شي بيمار

څو يې ږيره برېت لا نه وي هومره گل وي

د وېښتو سره يې مخ پيدا کا خار

چې دخپل قوت څښتن شي دماغ واخلي

دځوانۍ له خياله سم نه ځي په لار

په هزار رنگه هوا په زړه کې ورشي

ورځ او شپه سره ښورېږي ناکرار

له خودۍ هسې مست بې خوده ولاړ شي

ورځ او شپه سره ښورېږي ناکرار

وخت يې هيڅ د هلکوالي په ياد نه وي

چې به پروت وپه اورڼي کې خوار وزار

گړنگ په خوله باندې راغلی تن لړلی

په گندگي کې په بد بوی گنده مردار

توان طاقت دمچ شړل ور څخه نه و

په ساتنه به ي ې مور کاوه تيمار

که يې غول دمور په غېږ کې کړل متيازې

په دا کار به يې نه عيب و نه يې عار

که مور پلار يې وښو چارو وته بولي

نصيحت د موراو پلار وي ورته نار

نورې چارې ورته واړه حبطه وي

هم هغه کا چې په زړه يې خپله چار

يکپاره د خودرايۍ په سيند کې ډوب وي

چې واته يې ځنې نه وي په کنار

چې د زيست او د روزگار شعور پيدا کا

کاروبار يې په څو رنگه شي اظهار

څوک بهرام غوندې منحوس بدبخت بخيل شي

په شامت يې خېلخانه شي تار په تار

منافق لئيم مر دود د زمانې شي

د خپل پلار سره آغاز کاندي کار زار

څوک يحيی غوندې ويده غافل پيدا شي

چې هيڅ کار نيولی نه شي استوار

څوک سدو غوندې نامرد عبدالزوجه شي

په تنگسه له خپله پلاره شي وېزار

څوک مالو غوندې جلو غوندې پيدا شي

سراسر واړه نابود او ناپکار

څو زما کره زوولي دي ډېر زويه

د نور چا نه وي پيدا په دا ديار

څو د واړو کاروبار و تاته شمارم

که يې شمارم در مانده به شم په شمار

موافق مې په خور منځ يو زويه نشته

همگي واړه د خپل غرض وي يار

که ما زده وای چې د زويو هسې کار دی

ما به زنا کاوه نه کور دکور روزگار

حال زما د اولاد دا دی چې مې ووې

په اولاد دنورو ته يم خبردار

اورنگزېب بادشاه هم زوی د شاه جهان دی

خبردار به يې دده په کاروبار

مال اولاد واړه فتنه دي په جهان کې

په دا دواړه به زړه نه تړي هوښيار

يا په دا زمانه خوی دخلکو نور شو

يا څو و دا جهان هسې ومکار

نورتر دا د پاسه شکر کړه خوشاله

چې له تانه خپل بابا نه و آزار

که د درست جهان دولت وي ستا په لاس کې

په اخلاص به دې د پلار تر سر کړ خار

اوس تا هسې زويه راوړه هم بد ته يې

چې تر سر به دې ځار نه کا يو دينار

نور لا هم ويلی نه شم نه ترې کم دي

چې نړۍ کې مې آغاز کړل دا اشعار

عابد خان په دا محنت را س ره مل دی

چې گانډه شي پرې زما د زړه پرهار

خالد خان نجو شاکر طاهر دا هم دي

مجاهد، کامران همه شه برخوردار

د بهرام لښکرې پروتې په ټيري دي

اميد دی چې خدای يې زر کا شرمسار