نظم

له خپلو زامنو فرياد

Khushal Khan Khattak

ناخلف مې حواله کړ په تقدير

نصيحت ورباندې نه کاندي تاثير

خوی خصلت چې ازلي وي نه نورېږي

په ارشاد او په تلقين د کامل پير

بد فرزند دې خدای د هيچا پيدا نه کا

په خصلت يې پلار په ځان وي مور په وير

چې نصيب د بولهب و نور څه نه شو

محمد که نصيحت کړ يا تدبير

عيسی يو نادان هوښيار نه کړ په عمر

که ړانده يې په نفس شول ډېر بصير

محمد د ابوجهل خوی نور نه کړ

نه خصلت د بولهب بياموند تغيير

وهوښيار ته د ناپوه عقل حنظل دی

و نادان ته خپله پوهه شهد و شير

چې بدخوی په چا کې کښيني نور عادت شي

عادت نه درومي له شخصه په تعزيز

يو زمان به خالي نه وي له عذابه

چې خپل خوی شي و سړي وته سعير

لکه سرای د کاروانونو تل پايمال وي

په نادان ده خپله پوهه غم بهير

د نا اهل سړي کار د جاهل کوم دی

چې مهمل يې عبارت خالي تفسير

د ناقصې پوهې پدل په کار نه دی

د دانا فکر خطر لري خطير

يو جهان هسې گډوډ ماته بېړۍ

چې مغول پښتون په غم وبله خير

بل مې زويه نالايق خېلخانه ورانه

زه په زړه له زمانې هسې دلگير

درسته موخه تير انداز سړی خطا کا

د ټکۍ په سر د وړکي لگي تير

واړه زړونه په دانش سره سم نه دي

د چا زړه لکه درياب د چا عذير

په نري آوز په تراه له هرڅه درومي

دهوښيار سړي به کار وي د نخچير

تفاوت د هر وجود لکه مرغونه

يو همای شو يو کارغه شو بل کجير

د کوتاه تر ونې نه رسي لاسونه

بيا د ونو دمېوو کاندي تفسير

په هنر د هنرمند پېچمی ناخوال کا

بې هنر چې په هنر نه وي خبير

کشکې دا د عوا عالم کاندي منظوره

چې سهار پاڅي د لمر کاندي تحقير

په صابون وللی زړگی د هغه کس دی

چې په زړه کې يې نفاق نه وي تزوير

چې په هسې زړه په گرد غبار پرېباسي

مکافات يې لاس په لاس شي دا منگير

زمانه د ربابي د لاس رباب ده

هر زمان نوې نغمې د بم و زبر

چې په خط په خاطر نه وي را پيدا شي

په لحظه لحظه کې چارې د تاثير

په لحظه لحظه احوال د جهان نور شي

د سبا د چارې فکر په ضمير

هره ورځ د زمانې احوال بدلېږي

هره شپه نوي خوبونه نور تعبير

په ساعت کې رنگ و خوند دچارې نور شي

وينه پۍ شي پۍ شړومبې شړومبې ، پنير

فراغت دې مبارک شه د گيدړو

د مزري دغاړې بخره ده زنځير

باد، باران، ساړه، غارمه لره په کار شي

عاقلان چې مشقت کا په تعمير

يا يې ځای په سردرو چې ليده نه شي

د مزريو يا وژل دي يا زنځير

چې ږلۍ د دهقان په تول شي سازه

په زړه ډېر له دهقانيي شي زهير

د دولت د ناوې مهر ککرۍ ده

پلو غوټه يې دنيا ده واوره ځير

بې دولت چې له دولته نه محروم وي

دا يې واړه په همت کې دی تقصير

عاقبت د ناقابل دولت برباد وي

په طالع که يا امير شي يا وزير

کله څرخ د ژرندې آرد و هغه ورکا

چې غنم په ناپوهۍ گڼي شعير

مار چوبه دې تن د مار په شکل ساز کا

په خپل ځان کې به د مار کېږدي تاثير

و کېمخاب وته يې مه غړوه سترگې

په ورېښمو کې چينجي دي د حرير

خپل تدبير د لاسه مه پرېږده خوشاله

که کارونه حواله دي په تقدير

چې يې پاس په اوږو اچوي پړانگ پش شي

په ټکي ټکي شالونه دکمشير

د ناکام د پاره پاسه په سر کېږي

لکه ځيږ غوندې په وخت د زمهرير

کله خپل نمود په زنگ دميووکا

کله خونه شي د ماشيو اخر انجير

پکې واړه بېهوده حبطه حشوه

لکه فرد، د لغمانيو د تقرير

ناهموار دی ناهنجار دی نا په کار دی

بد سيرت دی بد فطرت دی بدضمير

برآمد ورباندې صوت دخراب دی

خوش آمد پرې د بلبلې ښه صفير

قباحت يې د فاسق د نالايق دی

ظرافت يې د ياوه دی د شرير

په جهان کې بې شعور ذاله طبعه

حميت غيرت يې تللی له ضمير

نه دنوم دی نه د ننگ دی نه د شرم

د بخڅۍ دی دصندوق دی د توفير

چې پيشو ورته په څو فکر يې نشته

هوسېږي لکه مږک په دنانير

تربيت بې ځايه واړه حبطه دی

کشيده دزرو نه شي په حصير

زه يې هيڅ په تربيت نه کړم تقصير

ولې څه کړم ناخلف دی بدضمير

د نطفې اثر مې لاړ په کې ضايع شو

واړه پۍ د مرجانې لري تاثير

لکه لوگی د اور فرزند دی په دا څه شو

چې نه تاو نه لکه اور هسې منير

سرشته زما د چارې هغه خط شوه

چې بې فکره د انشا ښکلی تقرير

په مقدار د خپلې چارې فکر غم کا

په دنيا کې که غني دی که فقير

درېغه يو پکې شهباز شوی ياخوشال شوای

شل پينځه لرم همه صغير کبير

مشران يې د شړۍ گنده پشم

کشران دي په مثال اومه حرير

زمانه دې يې په قصد په کينه نه شي

چې يو څو پکې گوهر دي بې نظير

سيم و زر مس و تانبه ترې پيدا کېږي

د مور نس لکه بوته وي د اکسير

چې قابل دی هغه زويه پاينده شه

ناقابل لا هلک شي سر و تېر

نالايق زويه له موره پيدا مه شه

دا لا ښه که ځنې وزېږي خنزير

يو لايق زويه تر زرو زويه ښه دی

ډېر به څه کا څوک چې نه وي دلپذير

د شوال وروستنۍ، ورځ کال د غفا ( ١٠٨١) دی

ما چې دا شپېته بيتونه کړل تحرير