نظم
له لسو پورته تر شلو پورې
Khushal Khan Khattakله لسو پورته تر شلو پورې
ښځې دغه دي چې څوک يې گورې
له شلو پورته تر دېرشو پورې
دغه هم ښې دي که نه وي نورې
تر دېرشو پورته تر څلوېښتو پورې
زهر قاتل دي که څو ځان ژغوري
تر شپېتو پورته ورله انا ده
د لحد ورکړه ورپسې پورې
که په مذهب څوک د خوشال خټک وي
کښېنه د تورو زلفو په سيورې