غزل

له هنره چې څوک ووايي لرم

Khushal Khan Khattak

له هنره چې څوک ووايي لرم

چې مې بخت نه کا ياري څه ووايم

په جهان کې د وفا هنر کېميا دی

زه يې څه لرم له چا هيله کوم

د وفا مېوه د هر په باغ نشته

بېهوده يې هره ونه لټوم

غه باران چې په درياب باندې ورېږي

په باران به يې زه څه حسابوم

ناداني مې غلبه په هوښيارۍ شوه

مرغلرې په درياب کې تويوم

له قسمته به نه لږ، نه به څه زيات شي

غه روزي چې زما نه ده نه يې خورم

چې زما له رزقه زيات زما څخه وي

امانت غوندې يې بل لره ساتم

کوم مکان د زمانې له مکره خلاص دی

چې هغه لوري ته تېښت ورځنې کړم

که په تېښتې خلاصېدای ځنې به خلاص شوم

د قضا له لاسه کوم لوري ته ځم

زمانه مې د فتنو په کاڼيو ولي

زه ابله د ښيښې سپر په مخ کښېږدم

چې په راغله يې ښادي راسره نه وه

په هجران به يې څه زړه زهيروم

چا ويل چې صبر نخښه د بري دی

زه خوشال په صبر ځکه زړه تړم