غزل

لکه بځن چې حلوا خوري

Khushal Khan Khattak

لکه بځن چې حلوا خوري

عاشق سپينه خوله د شا خوري

څوک دې غاو ورباندې نه کا

واړه خپله خون بها، خوري

زه يې تل خورم خوږې شونډې

که دا نور من و سلوا خوري

دواړه تي يې ناشپاتۍ دي

چې يې يو يو امرا خوري

هغه هيڅ مېړنی نه دی

چې به توره په قفا خوري

هم عاشق مري ستا له لاسه

هم سوگند په سر د تا خوري

وږی څه پوښتې له حاله

چې رواکه ناروا حوري

خوله يې پټه خوره خوشاله!

باز د ښکار غوښې په غلا خوري